د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د 'حال وش' په نامه د یوې ایراني مدافعې ډلې په حواله ویلي چې دغه نښته نن سهار پیل شوې ده.
د راپور له مخې، د جګړې له سیمې یو شمېر اوسېدونکي ایستل شوي دي.
په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي.
خو دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
تر اوسه د نښتې علت معلوم نه دی او طالبانو او ایراني چارواکو تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هلمند د اوبو پر سر د طالبانو او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي تېره اوونۍ سیستان او بلوچستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې طالبان دې د ایران د اوبو حق ورکړي.
رییسي ویلي و، د افغانستان واکمنان باید د ده خبرې جدي ونیسي او وروسته دې ګیله نه کوي چې ورته ویل شوي نه و.