متقي: د ایران د سیستان او بلوچستان پر اوسېدونکو زړهسوی لرم
متقي دا خبره د ایران له لوري د اوبو د حق د غوښتنې موضوع ته په اشارې نن په کابل کې په یوه غونډه کې وکړه
ده وویل، که د کجکي بند اوبه خوشې هم کړي د وچکالۍ له کبله د هلمند سیند اوبه تر نیمروز ولایت پورې نه رسېږي.
خو ایران ویلي چې افغانستان د ۱۳۵۱ لمریز کال د اوبو د تړون پر اساس له دغه هېواد سره منلې اوبه نه ورکوي او له طالبانو غواړي چې په یوه میاشت کې ایران ته اوبه پرېږدي.