د خبريالانو ټولنه: علي لطيفي د طالبانو له بنده خوشې شوی
رسنیو د دې ټولنې د مشر حجت الله مجددي په وینا تېره شپه دا خبر ورکړ چې لطیفي ازاد شوی دی.
علي لطیفي چې په افغانستان کې له 'نېشنل' ورځپاڼې سره کار کوي له څو نورو نړیوالو رسنیو سره همکار دی.
لطیفي د پنجشنبې په ماښام په کابل کې د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د ورور حشمت غني په کور کې له مېلمستیا د ستنېدو پر مهال طالبانو نیولی و.