کابلوف: د کازان غونډه کې د طالبانو ګډون د دوی د رسميت پېژندنې په مانا نه ده
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي چې د طالبانو هغو کسانو د کازان په غونډه کې برخه واخیسته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لورې بندیز نهدی پرې لګېدلی.
د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وکړه.
د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې دا دوه ورځنۍ اقتصادي غونډه پرون پای ته ورسېده چې پهکې تر پنځه اتیا د ډېرو هېوادو استازیو برخه اخیستې وه.