عمران خان: پولیسو مې کور کلابند کړی
عمران خان دا څرګندونې نن وروسته له هغه وکړې چې حکومت ده ته خبرداری ورکړ چې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې د پوځ پر تاسیساتو په حملو تورن کسان وسپاري.
د اسلام اباد لویې محکمې نن له دې مخکې په ضمانت سره د عمران خان د خوشې کېدو د حکم اعتبار د روانې مې میاشتې تر پايه تمدید کړ.
دې محکمې د می په نهمه د فساد د یوې قضیې په اړوند د عمران خان له نیول کېدو او د هغه په دوام له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته د تېرې جمعې په ورځ نوموړی په ضمانت خوشې کړ.
د عمران خان مدافع وکیل نن وویل چې څارنوالانو غوښتنه کړې ده چې د ده د اړوندې قضیې د څېړنې لپاره وخت ته اړتیا لري.
د عمران خان نیول کېدو په پاکستان کې خونړي اعتراضونه وپارول.