افغان سوداګرو له چینايي پلاوي د ویزو برخه کې د ستونزو حل غوښتی
الکوزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "هغه مشکلات او پرابلمونه چې موږ یې له چین سره د ویزې په ارتباط لرو، په هغه ارتباط ورسره خبرې شوي. هغوی وعده وکړه چې موږ به تسهیلات راولو او ویزه به ازاده کړو."
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، د دې وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال تېره ورځ په کابل کې د چینایي پانګهوالو له یوه دولتي پلاوي سره کتنه ترسره کړه.
دې وزارت ویلي چې دغه پلاوي په افغانستان کې په یو شمېر سکتورونو کې له پانګونې سره لېوالتیا ښکاره کړه.
د الکوزي په خبره چینایانو په افغانستان کې تر ډېره په کانونو کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې، خو په دې برخه کې تر اوسه عملي اقدامات نهدي شوي.