اوچا: مرستندویه ادارې په ننګونکي چاپېریال کې افغانانو ته مرستې رسوي
اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې نادولتي کورنۍ او نړیوالې موسسې په دغو هڅو کې مهم رول لوبولی او دې رول ته به دوام ورکړي.
طالبانو په نادولتي موسسو کې پر ښځینه کارکونکو لګول شوی بندیز تېره میاشت د ملګرو ملتونو ادارو ته هم وغځاوه، چې دې مسئلې په افغانستان کې د مرستو رسولو چارې ډېرې اغېزمنې کړې دي.
اوچا تر دې مخکې په یوه بل ټویټ کې د افغانستان وضعیت ډېر ستونزمن بللی او ویلي و چې دا هېواد نن ورځ د نړۍ له تر ټولو لوی بشري بحران سره مخ دی.
د اوچا په خبره د افغانستان د نفوس دوه درېیمه برخه یعنې ۲۸ ميلیون وګړي روان ۲۰۲۳ م کال کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.