اروپايي ټولنه: افغانستان د بشري بحران او طبيعي افتونو له سخت خطر سره مخ دی
دغه دفتر نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې اټکل کېږي اقلیمي بدلون به د خلکو پر ژوند نور فشارونه هم راولي.
د اروپايي ټولنې د دې دفتر د ټویټ له مخې د وچکالۍ او سېلابونو په څېر د نورو طبیعي افتونو خطر کولی شي د افغان وګړو وضعیت لا خراب کړي.
د اوبو متخصصانو او ځینو څېړنیزو بنسټونو ویلي، افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې په ۲۰۲۱ کال کې ویلي، د پلازمېنې کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۲ متره ټیټه شوې ده.
مرستندویو بنسټونو ویلي، وچکالۍ او اقتصادي بحران په افغانستان کې د بېوزلۍ سطحه لوړه کړې او دا مهال څه باندې ۲۸ ميلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.