د طالبانو د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه له ملي او نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلل شوه
دغه کمېسیون پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دا ډول پټې محاکمې چې له عادي اصولو سره هم فاصله لري، صحرايي محاکمې دي.
د طالبانو د سترې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني تېره پنجشنبه ویلي، ۱۷۵ تنه د اعدام، ۳۷ تنه د سنګسار، څلور تنه تر دېوال د لاندې کولو او یوشمېر نور په دُرو د وهلو په سزا محکوم شوي دي.
د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته د قصاص لومړی حکم په فراه ولایت کې عملي شو.