ازبکستان کې د ولسمشر 'شوکت ضيايف' واک کې د پاتې کېدو لپاره ټولپوښتنه شوې
په پرونۍ ټولپوښتنه کې تر ډېره اټکل کېږي چې رایه ورکوونکي به هغه وړاندیزونه هم تایید کړي چې له پنځو کلونو څخه اوو کلونو ته د ولسمشرۍ دورې غځول پهکې شامل دي.
د ټولپوښتنې په نورو پوښتنو کې میرضیایف ته لار پرانیستل کېږي چې دوه دورې په واک کې پاتې وي او تر ۲۰۴۰م کاله پورې خپل قدرت ته دوام ورکړي.
د نوموړي د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره په ۲۰۲۶ کال کې پای ته رسېږي.
د ازبکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون اعلان وکړ چې په دغې ټولپوښتنه کې له پنځوس سلنې زیاتو رایو ورکوونکو ګډون کړی او هغه اعتبار لري.
ياد کمېسیون ویلي، تر پرون ناوخته پورې د مستحقو رايو ورکونکو شمېر چې په دې ټولپوښتنه یې کې ګډون کړی، نږدې ۸۱نیم سلنې ته رسېدلی.
تمه ده چې د دغې ټولپوښتنې لومړنۍ نتیجې نن دوشنبې اعلان شي.