Добавить новость
World News





160*600

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Актуальные новости сегодня от ValueImpression.com


Опубликовать свою новость бесплатно - сейчас


پر افغان ښځو پرله پسې محدودیتونه او بندیزونه؛ نوریه: زموږ هیلې مړې شوي

ښځه د ټولنې مهم عنصر او برخه ده، ښځې به د اصولو سره سم په بېلابېلو برخو کې چې اړتیا ورته لرو حضور ولري.


دا په کابل کې د رسنیو په مرکز کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد لومړني خبري کنفراس کې د ښځو د حقونو په اړه خبري دي.


هغه په دې کنفراس کې ویلي وو چې د دوی نظام به د ښځو ټولو حقونو ته ژمن وي.


مجاهد ویلي: "اسلامي امارات ژمن دی چې د ښځو حقونو ته د اسلام په چوکاټ کې پابند ووسي. زموږ د خویندو، میندو هغه حقوق چې الله په شریعت کې ورکړي دي او زموږ ملت یې ایجادوي هغه ټول ورکړو. ښځه د دې ټولنې مهم عنصر او برخه ده، ښځې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اصولو سم په هره برخه کې چې اړتیا ورته لرو دوی به موږ سره حضور ولري."




خو د دې کنفراس لږ څه ځنډ وروسته د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۷ مه طالبانو د خپل حکومت کابینه اعلان کړه چې هېڅ یوې ښځې په کې غړیتوب نه درلود او ټول ۳۳ تنه سرپرست وزیران يې ملایان وو.


طالبانو په کابل کې د ښځو چارو وزارت ځای د امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت ته ورکړ او د دې وزارت ټولې ښځینه کارکوونکې يې په کور کېنولې.


د امربالعروف وزارت په رامنځته کېدو سره طالبانو پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړل.


د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې په ۱۱مه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت اعلان وکړ چې له دې وروسته دې د ښځینه حمامونو دروازې د ښځو په وړاندې تړلې وي او حمامونو ته د ښځو تګ منع دی.


د نجونو د زده کړې او ښوونځیو ته د بېرته ستنېدو په تمه د نجونو هیلې طالبانو د نوی کال په پیل د مارچ په ۲۳مه د نجونو پر ثانوي زده کړو سره پر بندیز ماتې کړې.


د نوي تعلیمي کال په پیل کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو د حکومت د پخوانیو ژمنو پر خلاف، د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې به تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلې پاتې شي.


زرګونه نجونې چې د نوي تعلیمي کال د پیل په لومړی ورځ ښوونځیو ته تللې وې، نهیلې کورونو ته ستنې شوې او ځینو یې د ښوونځیو د تړلو دروازو مخې ته وژړل.


په همدې ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هغه وخت ځانګړې استازې دیبورا لاینز، د نجونو د ښوونځیو د نه‌پرانیستو په اړه طالب مشرانو ته د ملګرو ملتونو رسمي اندېښنه او مایوسي ورسوله.


نرګس چې د نهم ټولګي زده کوونکی ده وايي، لا هم هیله منده ده چې یوه ورځ به ښوونځي ته ستنه شي.


هغې وویل: "کله چې نویو حاکمانو حکومت پیل کړ نو ورو په ورو يې خپله هغه اصلي څېره خلکو ته ښودله. په پیل کې پوهنتونونه تړلي وو او ښوونځي، خو لا دا دې تر واسه تړلي دي. دا زما او نورو نجونو لپاره ډېره سخته ده زه تل خپل هغه بکس ته ځیره یم چې ځانته مې نوی اخیستي و چې ښوونځی ته به يې وړم او لا تر اوسه ورته ځیر یم چې کله به يې ځان سره ښوونځي ته وړم."


خو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازې تړل د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو وروسته فرمان نه و.


له دې سربېره طالبانو له محرم پرته ښځې له لرې واټن سفره منع کړې، پر ښځو يې حجاب اجباري کړ، په ښارونو کې یې ټکسي چلوونکو ته امر کړی چې له محرم پرته ښځې دې موټر ته نه پورته کوي.


په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو څخه غوښتل شوي چې پر ښځو دې سیمکارټونه نه پلوري.


له دې ټولو بندیزونو سره طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر په شلمه د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې.


نوریه چې د پوهنتون محصله ده وايي، طالبانو د پوهنتونونو د دروازو په تړلو سره يې هیلې او ارمانونه ورته وژلي دي.


هغې وویل: "په کومه شپه چې دوی 'طالبانو' اعلامیه خپره کړی په همغه شېبه زما هغه هیلې او ارمانونه، هغه خوبونه او خیالونه مې چې د ځان لپاره کتلي وو او کورنۍ مې هیله درلوده چې زه به یوه ورځ د دوی درد ته دوا کېږم ټول له خارو سره خاروې شول. تاسې بارو وکړئ د یو انسان د هیلو وژل د یو نږدې عزیز له لاسه ورکولو څخه کم نه دي. انسان په هیلو سره ژوند کولای شي او اوس زموږ هیلې مړې شوي دي."


د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوه د ننګرهار، هرات او کندهار پوهنتونونو محصلانو د اعتراضونو سربېره په کابل کې یو شمېر معترضو ښځو د کابل پر سړکونو اعتراض وکړ چې د د طالب سرتېرو په ډوز سره تیت او پرک شوې.


پر دې سربېره په بریتانیا، پاکستان، متحده ایالتونو او کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو لاریونونه وکړل او د افغان نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه یې وغندله.


ظریفه غفاري د ښځو د حقونو فعاله ده هغه وايي، افغان نارینه دي د نجونو او افغانو ښځو لاسنیوی وکړي.




غفاري وویل: "پر ټولو هغو نارینه، ورونو او پلرونو چې د نجونو د زده کړو پر حق بارو لري او زده کړه د نجونو حق ګڼلي ورباندې غږ کوم چې د خپلو خویندو ترڅنګ ودرېږئ او پرې نه ږدئ چې د پوهنتونو موضوع هم د ښوونځیو د بندیو په څېر سوړ شي او له پامه وغورځول شي."


خو د ډسمبر پر۲۲مه د طالبانو حکومت د لوړو زده سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون سره مرکه کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو د پرېکړې دفاع وکړه او ادعا یې وکړه چې د پوهنتونونو په نصاب کې ستونزې او همدارنګه ښځینه محصلانو د حجاب په شمول د دوی له خوا لګول شوي قیودات نه مراعتول یاد کړل.




د ندا محمد ندیم دې څرګندونو د محصلانو غبرګونونه راوپاول.


حسینه چې د پوهنتون محصله ده وايي: "دا خبرې زه نه منم، ځکه له کومې ورځ چې نظام تغیر وکړ په هغو ټولګیو کې هلکان او نجونې وي څه يې سره بېل شول او هغوو ټولګیو کې چې د نجونو تعداد ډېر کم وو د دوی ترمنځ پرده ووهل شوه. زموږ حجاب منظم وه خو له دې سره زموږ پوهنتون بند شو او زه له امارته غواړم چې زموږ هیلې او ارمانونه په یوه ورځ کې له منځه مه وړئ."


د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونو د دروازو تړل د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لړۍ وروستۍ کړۍ نه شوه، بلکې د ډسمبر پر ۲۶مه نېټې يې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په اعلانولو سره افغانانو، نړۍ او نړیوالو سازمانونو ته بل ټکان هم ورکړ.


طالبانو چې له څو محددو برخو پرته یې د ګڼو نورو دولتي ادارو کارکوونکې لا دمخه په کورونو کېنولې وو، د نادولتي ادارو د ښځینه کارکونکو پر کار له بندیز سره یې تقریباً ټولې افغان ښځې په کورونو کړې.


تر دې مخکې طالبانو په ګڼو نورو دولتي ادارو کې هم ښځو ته ویل وو چې کارونو ته دې نه ورځي.


په ځینو ادارو کې له ښځینه کارمندانو غوښتل شوي وو چې پر خپل ځای دې د کورنۍ نارینه کارونو ته واستوي.


حمیرا په تېر نظام کې مدافع وکیله وه، وايي، طالبانو يې د کار جواز لغوه او په کور يې کېنوله.


هغې وویل: "هغه وروستۍ تماسونه او راپور چې موږ يې لرو په دې کې مدافع وکیلان د طالبانو له خوا د تهدید، توهین او په خپل سر نیولو سره مخ شوی دی او حتی داسې هم پېښې شوي چې کومو وکیلانو چې د دوی قضیې مخکې درلودلې اوس تهدید سره مخ دي."


افغان ژورنالیستانې او د رسنیو کارکونکې د افغان ښځو بل فعال قشر وو چې په تېر کال یې د طالبانو د پرله پسې محدویتونو له کبله ګڼې استعفاوو ته اړ شوې.


په ځانګړې توګه د تلوېزیونونو پر ښځینه ویندویانو د ماسک تړل اجباري شول.




د لېمې په نوم یوې افغانې ژورنالیستې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له خوا پرله پسې محدودیتونو ګڼې ښځینه ژورنالیستانې اړ کړې چې له دندو استعفاوې ورکړي.


هغې وویل: "دوی خپلې دندې د دې لپاره له لاسه ورکړې چې محدودیتونه وضع شول او د دې محدودیتونو په وجه موږ ونه شو کړای چې خپلو دندو ته دوام ورکړو او د خپلو خلکو اواز ووسو."


خدیجه امین پخوانۍ خبریاله ده.


هغه وايي، پر افغانو ښځو د طالبانو بندیزونه د اسلام له اصولو خلاف او د اندېښنې وړ دي.


امین وویل: "دا چې نجونې حق نه لري چې ښوونځیو ته لاړې شي، پوهنتونونو ته لاړې شي او ښځې حق نه لري چې کار وکړي دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده. ولې طالبان ښځو ته د هغوی حقونه نه ورکوي، ځکه دا حقونه موږ ته خدای او قران راکړي دي، خو دا چې طالبان دا محدودیتونه وضع کوي زه نه پوهېږم چې دوی په کوم دین دي او د کوم دین پر اساس په ښځو دا محدودیتونه وضع کوي."


له کوره بهر په خصوصي او دولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار د محدویتونه سربېره طالب واکمنو تېر کال هڅه وکړه چې په ښارونو کې د ښځو ورځنی تګ راتګ او له کوره وتل هم محدود کړي.


دوی په ګڼو ښارونو کې د ښځو عامه حمامونه وتړل او پارکونه ته یې چې مخکې یې اونۍ کې دوه ورځې ښځو ته د ورتګ اجازه ورکړې وه، د تېر نومبر په میاشت کې په بشپړه توګه د ښځو ورتګ منع کړ.


پر ښځو د طالبانو د حکومت دا پرله پسې بندیزونه، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د ټولنې څخه د افغان ښځو حذفول، د افغان ښځو خلاف کمپاین او د بشري حقونو جدي سرغړاوی بللی دی.


همدارنګه په کور دننه ګڼو افغانانو ان یو شمېر طالب پلوو هم پر ښځو د طالب مشرتابه دا پرله پسې بندیزونه غندلي او دا یې د افغانستان د نمايي وګړو خلاف تبعیض او د افغانستان او افغانانو د اوس او راتلونکې په وړاندې دښمني ګڼلې.




Загрузка...

Читайте на сайте

Другие проекты от 123ru.net








































Другие популярные новости дня сегодня


123ru.net — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 123ru.net.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.



Новости 24/7 Все города России




Загрузка...


Топ 10 новостей последнего часа






Персональные новости

123ru.net — ежедневник главных новостей Вашего города и Вашего региона. 123ru.net - новости в деталях, свежий, незамыленный образ событий дня, аналитика минувших событий, прогнозы на будущее и непредвзятый взгляд на настоящее, как всегда, оперативно, честно, без купюр и цензуры каждый час, семь дней в неделю, 24 часа в сутки. Ещё больше местных городских новостей Вашего города — на порталах News-Life.pro и News24.pro. Полная лента региональных новостей на этот час — здесь. Самые свежие и популярные публикации событий в России и в мире сегодня - в ТОП-100 и на сайте Russia24.pro. С 2017 года проект 123ru.net стал мультиязычным и расширил свою аудиторию в мировом пространстве. Теперь нас читает не только русскоязычная аудитория и жители бывшего СССР, но и весь современный мир. 123ru.net - мир новостей без границ и цензуры в режиме реального времени. Каждую минуту - 123 самые горячие новости из городов и регионов. С нами Вы никогда не пропустите главное. А самым главным во все века остаётся "время" - наше и Ваше (у каждого - оно своё). Время - бесценно! Берегите и цените время. Здесь и сейчас — знакомства на 123ru.net. . Разместить свою новость локально в любом городе (и даже, на любом языке мира) можно ежесекундно (совершенно бесплатно) с мгновенной публикацией (без цензуры и модерации) самостоятельно - здесь.



Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net