د اټومي انرژۍ د څارونکو يوه ډله اوکراين ته روانه شوه
دا په داسې حال کې ده چې په دې اټومي بټۍ کې د احتمالي پېښې له کبله نړیوالې اندېښنې په زیاتېدو دي.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي پرون په کییف کې خبریالانو ته وویل، دی هیله من دی چې د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د څارنې لپاره به په اوکراین کې یو دایمي ماموریت رامنځ ته شي.
روسیې پر اوکراین له یرغل یوازې دوه اوونۍ وروسته د روان کال د مارچ په لومړیو کې د دغه بټۍ کنټرول په لاس کې واخیست، خو په ورته وخت کې یې اوکرایني انجینرانو ته په دې بټۍ کې د کار کولو اجازه ورکړه.