د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډله ایران سره سیالي لري
د دوی لوبه د تاجیکستان پلازمېنه دوشنبه ښار کې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې ترسره کېږي.
د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډله دې لوبو ته پورته تمرینونه لري او په ښه چمتووالی یې ګډون کړی دی.
تمه ده افغانستان له ایران، تاجیکستان،ازبیکستان او قرغزستان سره لوبه وکړي.