کابل ته د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري درمل او طبي وسایل ولېږل شول
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، دا په کابل کې د روسیې د سفارت له خوا مرسته شوي درمل او طبي وسایل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دغو مرستو هدف د افغانستان د روغتیايي خدماتو ښه کول او د کرونا د درېیمې څپې په وړاندې د مبارزې د وړتیا زیاتول دي.
تردې مخکې چین د کرونا ضد ۷۰۰،۰۰۰ ډوزه واکسین مرسته کړې وه چې افغانستان کې یې لګول پیل شوي دي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي، دغه هېواد د اکسیجن او د اکسیجن د وسایلو له کموالي سره مخامخ دی.