د هرات کروندګر: ایراني زعفرانو د افغاني زعفرانو بیه راټېټه کړې
دوی وايي، د افغانستان د ولسمشر له فرمان سره-سره چې هېواد ته یې له بهره د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات منع کړي، بیا هم له ایرانه زعفران واردېږي.
د هرات د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې تېر کال دغه ولایت کې له ۸ زره هکتاره ځمکې د ۲۱ ټنه زعفرانو حاصل ټول شوي او څه باندې ۲۰ زره کورنۍ په دې برخه کې په کار بوختې دي.