د بهرنیو چارو وزارت ننګرهار کې د واکسیناتورانو په وژنه کې طالبان ملامت کړل
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغه څه مخه ونیسي چې دغه وزارت د طالبانو جنایت بللی دی.
په خبرپاڼه کې د دې ډول پېښو د عاملانو پر محاکمه کېدو ټینګار شوی دی.
طالبانو د ننګرهار د پېښې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.