د غزني د مستوفیت ۲ کارکوونکي په یوه وسلهوال برید کې ووژل شول
د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه نن سهار رامنځته شوې.
ښاغلی سیرت زیاتوي: "له بده مرغه نن سهار اته بجې د غزني مستوفیت دوه تنه کارکوونکي د وظیفې په لوري روان چې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند په سینما څلورلاري کې وسلهوالو د بېغږه توپانچې په واسطه په شهادت رسولي دي، سیمې ته پولیس او د څېړنې ټیم رسېدلی دی، څېړنې دوام لري."
دا په غزني کې د هدفي وژنو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.
تر دې درې ورځې وړاندې د غزني په پیرزاده سیمه کې هم د محکمې یو عادي کارکوونکی دندې ته د تلو پر وخت ناڅرګنده وسلهوالو وژلی وو.
تر دې مخکې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم په غزني کې د افغان خبریالانو د ملي اتحادیې مشر رحمتالله نېکزاد په یوه وسلهوال برید کې ووژل شو.