"هدفي وژنې او ګواښونه د رسنیو د فعالانو د ځان سانسورولو لامل شوي"
دې کمېسیون نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا مسئله دغهراز د دې سبب شوې چې د مطبوعاتو، د بیان او د رسنیو ازادي چې د وګړو له اساسي حقونو څخه شمېرل کېږي او د اوسني سیاسي نظام له سترو لاسته راوړنو یوه ده، له خطر سره مخامخ شي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له رسنیو سره په ولایتونو کې د والیانو د ویاندویانو منع کول هم د بیان د ازادي او اطلاعاتو ته د ټولو د لاسرسي لپاره د حکومت له ژمنو سره په تضاد کې بللي دي.
تېره اوونۍ د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وویل چې پرېکړه شوې له دې وروسته به خپله والیان د خپلو ولایتونو د مهمو پېښو په اړه له رسنیو سره معلومات شریکوي.