د هانګ کانګ۱۰ فعالان محاکمه کېږي
د چین په جنوبي ښار شینزین کې د محاکمې له بهیره بهرني خبریالان او ډیپلومان منع شوي چې د جریان په اړه ېې زیات معلومات نه شته.
د چین ساحلي ځواک په اګست میاشت کې د هانګ کانګ دولس اوسېدونکي چې عمرونه یې د ۱۶ او ۳۳ کلونو ترمنځ واو په یوې ګړندۍ کښتۍ کې یې د تیښتې هڅه کوله، په نښه کړې وو.
دا پېښه وروسته له هغې شوې وه، چې په جون میاشت کې هانګ کانګ هغه امنیتي قانون چې پیکنګ یې ملاتړکړی اوپرډیموکراسۍ پلوو معترضانو سخت ګوزاربلل کېږي، تصویب کړی و.