چارواکي: ۵۰ تنه قاچاق کوونکي په جزا محکوم شول
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د میزان د میاشتې پر ۲۳ نېټه ازادۍ راډیو ته وویل، د نشه يي موادو د ۳۳ قضیو په تړاو ۵۰ قاچاق کوونکي نیولي چې د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له دوو څخه نیولې بیا تر ۲۰ کالو پورې په بند باندې محکوم شوي دي.
له دې قاچاق کوونکو سره څه د پاسه ۱۵ کیلوګرامه هیرویین، ۸۶ کیلوګرامه مورفین، ۱۵۸ کیلوګرامه تاریاک، څه د پاسه یو ټن بنګې او ۱۸۰ کیلوګرامه چرس هم نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې امنیتي ادارو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو ۲۸ تورن کسان نیولي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.