د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات پیل شول
د روزنې دا کمپ، چې د افغانستان کرکټ بورډ تنظیم کړی، یوه میاشت دوام کوي.
په دې روزنیز کمپ کې، چې راتلونکو سیالیو ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو د تیارولو په هدف جوړ شوی، د لوبغاړو پر توپ وهنه یا بیټنګ، توپ اچونه یا باولینګ او مجموعي وړتیاوو تمرکز کېږي.
په روزنیز کمپ کې به د کرونا ویروس د مخنیوي مقررات په پام کې ونیول شي.
په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نورو فعالیتونو ترڅنګ سپورتي مسابقې هم اغېزمن شوي دي.