د پکتیکا ملکي روغتون طبي کارکونکو د دندو پرېښودو ګواښ وکړ
د ښرنې د ملکي روغتون رييس ډاکتر چنار وايي چې هر وخت خپلسري کسان روغتون ته ورځي او له ډاکترانو سره سپک چلند کوي.
ده دا هم وویل چې پرون د روغتون ۱۱۲ کارکوونکو په ډله ییز ډول استعفاوې وړاندې کړې وې خو د قومي مشرانو په غوښتنه یې خپله پرېکړه وځنډوله.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست ريیس او نورو چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.