جرمني: د امریکايي ځواکونو وتل به د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي
د صدراعظمې انګېلامېرکل په حکومت کې یوه چارواکي، پیتر بییر د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته وویل: "که د امریکا ولسمشر دا ډول پرېکړه وکړي د جرمني او امریکا اړیکې به سختې زیانمنې شي."
ښاغلي بییر زیاته کړه، خبره یوازې د ۹ زره ۵۰۰ پوځیانو نه ده، بلکې د هغو د کورنیو غړي او ټولټال د نژدې ۲۰ زره امریکایانو ده چې د ده په وینا دا د امرکیا او اروپا یا د اطلس سمندر د دوو خواوو ترمنځ پُل نړوي.
په وروستیو کې د امریکا وال ستریټ ژونال ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې امریکا غواړي چې له جرمني څخه خپل ۹۵۰۰ سرتېري له جرمني وباسي.