سلګونه کسانو په مسکو کې د کتاب په نندارتون کې ګډون وکړ
ځینو انتشاراتو د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې په دغه نندارتون کې ګډون ونهکړ.
دغه نندارتون داسې مهال ترسره شو چې په مسکو ښار کې لا هم د خلکو په غونډېدو بندیز په خپل ځای دی.
د روسیې چارواکو بیا د محدودیتونو په نظر کې نیولو سره دې کلني نندارتون ته اجازه ورکړې وه.
په مسکو کې د کرونا ویروس له کبله په غونډو ګرځبندیز لګېدلی او تمه ده چې دا محدودیت د جون تر ۱۴مې دوام وکړي.
د ورځې شپږو زرو کسانو ته هغه هم په پنځو شفتونو کې اجازه ورکول شوې چې نندارتون ته ولاړ شي.
روسیه کې تر پرونه پورې د کرونا څلور لکه او ۶۰ زره پېښې ثبت شوې وې، دا هېواد دا مهال له امریکا او برازیل وروسته د دغه ویروس تر ټولو زیاتې پېښې لري.