ناټو د افغانستان د سولې خبرو بیا پیلېدو هرکلی کوي
ښاغلي سټولټنبرګ وویل: "موږ ژمن یوو چې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړو. ځکه چې موږ په دې ژور باور لرو چې د افغان ځواکونو روزل، هغوی ته سلامشوره ورکول او مرسته کول د سولې د هڅو تر ټولو ښه لار ده، ترڅو طالبان پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به کله هم بریالي نه شي. هغوی باید د خبرو میز ته کښیني او نویو موافقو ته مخه کړي."
تمه ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې پرون یې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل، قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د سولې خبرې بیا رسما پیل شي.