د ترکیې ولسمشر د کډوالو په اړه اروپایي ټولنې ته بیا ګواښ وکړ
اردغان پرون په بوداپست کې د هنګري له صدراعظم ویکټور اوربن سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، ترکیه په یوازې ځان د دومره ډېرو کډوالو کوربه توب نشي کولی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د احصایو له مخې ترکیه د نړۍ د تر ټولو زیات شمېر کډوالو کوربه ده چې یوازې د ثبت شویو سوري کډوالو شمېر یې ۳،۶ میلیونو ته رسېږي.
په تېره اکتوبر میاشت کې د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې د پوځي یرغل یو هدف هم دا و چې د دوه میلیونو سوري کډوالو د بیا مېشتېدنې لپاره یو حایل زون رامنځ ته کړي، خو دا پلان د بشري حقونو ډلو او اروپايي هېوادونو نه دی منلی او په تېره د ناټو غړو یې پر وړاندې منفي غبرګون ښودلی.
له اروپايي ټولنې سره د ۲۰۱۶ کال کې د موافقې له مخې ترکیې ژمنه کړې چې هر هغه بې سنده کډوال به بېرته ومني چې له دې هېواده اروپا ته تللي، خو په بدل کې به ترکیې ته ۳،۳ میلیارده ډالر د عاجلې مرستې په توګه او په همدې اندازه مالي مرسته په ۲۰۱۸ کال کې ورکول کېږي.