د امریکا یوې محکمې ولسمشر ټرمپ دوه میلیونه ډالره جریمه کړ
د نیویارک د سترې محکمې قاضي پرون د نومبر په اوومه ټرمپ ته امر وکړ چې د غیر انتفاعي موسسو د یوه ګروپ د زیانمنولو له کبله دوه میلیونه ډالر ورکړي، څو هغه دعوه چې دولتي څارنوالې لیتيتیا جیمز پیل کړې، پای ته ورسېږي.
دا دعوه په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ د بنسټ پرضد پیل شوې وه چې په ترڅ کې یې دا خیریه بنسټ په دوامدارو غیر قانوني کارونو تورن شوی.
یو تور دا دی چې د ټرمپ د بنسټ او د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د ټرمپ د کمپاین ترمنځ نامناسبه همغږي رامنځته شوې وه.
ولسمشر ټرمپ په تېره ډسمبر میاشت کې موافقه وکړه چې خپله خیریه ټولنه بنده کړي، خو دعوې یې دوام وکړ.