بلخي: ترکیه له ۳۰ تر ۴۰ زرو افغان کارګران په قانوني ډول مني
عالمي بلخي پرون ازادي راډیو ته وویل، ترکيې له افغان حکومت سره په اصولو کې دا خبره منلې او زیاته یې کړه چې دا ژمنه افغان کډوالو ته په ترکیه کې د قانوني کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د هڅو په ترڅ کې شوې ده.
ده وویل: "په ترکیه کې د افغان کډوالو د قانوني کولو او مدیریت د هڅو په ترڅ کې زموږ تخنیکي ټیمونو خبرې کړي، ترکیه چمتو ده چې د دېرشو او څلوېښتو زرو ترمنځ افغان کارګران په قانوني ډول ومني."
ښاغلي بلخي هیله څرګنده کړه چې په دې برخه کې ګډه اعلامیه به په نږدې راتلونکي کې چمتو شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کار او ټولنیزو چارو له وزارته هم وغوښتل چې ترکیې ته د افغان کارګرانو د استولو په اړه له ترکیې سره ګډه اعلامیه چمتو کړي.
افغان چارواکو له قانوني لارو متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته د کارګرانو د استولو لپاره د هڅو د پیل خبره مخکې هم کړې وه، خو داسې ښکاري چې په دې برخه کې عملي اقدامات تراوسه نه دي شوي.