د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد التهاني نن اسلام اباد ته ځي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د قطر امیر به نن شنبه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په بلنه د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته ولاړ شي.
دغه وزارت په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي: شیخ حماد به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له صدراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، په ځانګړې توګه د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي او دواړه لوري به یو لړ هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي.
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د قطر د امیر د سفر پر مهال په دې هېواد کې د پانګونې په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې هېواد رسنۍ وايي چې شیخ تمیم بن حماد به په پاکستان کې د ۲۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د قطر امیر د اسلام اباد دوره کوي.
تر دې مخکې نوموړي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته تللی و.