نیمروز کې نږدې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول شول
د نیمروز د امنیه قوماندانۍ لهخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په کنګ ولسوالۍ کې د نشهيي موادو پر يوه زېرمه بريد کړی او په نتيجه کې يې ۲۷۸ کیلو ګرامه تاریاک نيولي دي.
د دې پېښې په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي.