«م.م» خپل یو ټپي کارکوونکی د درملنې لپاره بلګراد ته ولېږه
په کوسوا کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر پرون د مې په دېرشمه، په یوه بیان کې ویلي چې دا کارکوونکی یې په خټه روسی دی چې زیات ټپونه لري او بلګراد ته لېږدول شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې هغه به د صربیا په پلازمېنه کې د هغه له کورنۍ سره یوځای شي.
د ملګرو ملتونو دوه مامورین د مې په ۲۸مه نېټه د کوسوا په شمالي سیمو کې چې اکثر صربان اوسېږي، د پولیسو په عملیاتو کې زخمیان شوي وو.
د ملګرو ملتونو دوهم زخمي مامور په خټه صربی دی. دواړه پولیسو نیولي وو.
پولیسو روسی وګړی په هغه ورځ خوشې کړ او صربی وګړی یې یوه ورځ وروسته خوشې کړ.