د هرات په اوبه ولسوالۍ ۶ پوځیان وژل شوي
په هرات کې د عامه ساتنې درستيزوال طاهرخان ازادي راډيو ته وويل، وسلهوالو طالبانو چې پرمختللې وسلې ورسره وې، په رباط اخوند سيمه کې پر پوستو حمله وکړه: "د عامه ساتنې ١٠ تنه ټپيان شوي او ٦ تنه يې وژل شوي دي. هغوى دوربين لرونکې سولې لري چې هر چا له سنګر سر اوچتاوه، هغوى ويشتل."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ويلي.
د هرات ولايت په اوبه او پښتون زرغون ولسواليو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوي دي.