په غزني کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کود وویشل شول
د یاد ریاست سرپرست محمد وارث حیدر ازادي راډیو ته وویل:
"یوازې د مرکز سلګونو بزګرانو ته یې یوه بورۍ اصلاح شوي غنم او دوه بورۍ کود ور ویشلي دي چې ټول ټال دېرش ټنه غنم او دغومره دوه برابره کود دي."
بل لورته بیا د سیمې بزګران وايي د نورو کلونو په دوران کې یې له دغه اصلاح شوېو غنمو او کود څخه ښه پرېمانه ګټه پورته کړې ده.
دا په داسې حال کې دی چې د غزني ولایت ډېری اوسېدونکي بزګران دي، خو وايي د خپلو حاصلاتو لهپاره چندان بازار نه لري، تر څو د کال خوارۍ څخه ښه ګټه تر لاسه کړي.