ثریا دلیل: نړیواله ټولنه به افغان حکومت سره نوې ژمنې وکړي
ټاکل شوې چې دا غونډه د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې جوړه شي.
مېرمن دلیل له ازادي راډیو سره په مرکه کې هغه څلور مهم مسایل یاد کړل چې د غونډې په لومړۍ ورځ د هغو په اړه بحثونه په پام کې دي.
اغلې دلیل زیاته کړه:
"په دې څلورو مسایلو کې د ښځو ځواکمنول او په تېره ښځو ته د حرفوي زده کړو برابرول، خصوصي سکتور، بېځایه شوي کډوال او غذايي مصوونیت او د وچکالۍ مسایل دي."
تمه ده چې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به د جنیوا په کنفرانس کې ګډون او ویناوې وکړي.