پوتین: اټمي وسلې پر روسیې د اټمي حملې په غبرګون کې کاروو
پوتين دا خبره په سوچي کې د پنجشنبې په ورځ د پالېسۍ په نړيوال کنفرانس کې وکړه.
ده وويل چې مسکو به اټمي وسلې يوازې په دفاعي برخه کې کاروي او دا هم په هغه صورت کې چې که د روسیې دفاعي سېستم اټمي توغندي کشف کړل چې د روسيې پر لور وتوغول شي.
ده ادعا وکړه چې د ده هېواد هايپرسانيک توغندي جوړ کړي او دا یې هېواد ته په نظامي برخه کې برلاسي ورکوي.