بریتانیا: په افغانستان کې انتخابات د افغانانو لپاره یو نوی فرصت دی
د آسیا- پاسیفیک په چارو کې د برتانیا د دولت وزیر مارک فیلډ پرون په یوه ویديويي پیغام کې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د افغانانو لپاره یو نوی فرصت وباله.
نوموړي وویل:
"پوهېږم چې دې پړاو ته رسېدل اسانه کار نه و، د انتخاباتو لپاره د تیارۍ بهیر ستونزمن و، او زه په تېره د تشدد د پېښو له کبله اندېښمن یم، خو د افغانستان خلک کولای شي چې پر خپلو لاسته راوړنو وویاړي."
په پام کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات له غزني پرته، د افغانستان په پاتې ټولو ۳۳ ولایتونو کې سبا د تلې یا میزان په ۲۸ مه ترسره شي.