د روسیې یوه جټ الوتکه د ازوف سمندرګي پرسر نسکوره شوې ده
د روسیې دفاع وزارت پرون په یو بیان کې وویل چې د دې L-39 ډوله الوتکې پیلوټانو مخکې له دې چې الوتکه، د جنوب لویدیځې کرسنادار سیمې سواحلو ته نژدې پر اوبو راپرېوځي خپل ځانونه د پاراشوټ په وسیله غوځار کړي دي. بیان زیاتوي چې د پیلوټانو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي.
روسي خبري آژانسونو د یوې سرچینې په حواله خبر ورکړی چې ښايي پیلوټان ژوندي وي مګر مرستندوی ټیمونه یې تراوسه په موندلو نه دي بریالي شوي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، په الوتکه کې مهمات نه و، او د دوی د لومړنیو موندنو له مخې د نسکوریدو علت یې تخنیکي ستونزې دي.
روسیه او څو نور هېوادونه د هوايي ځواکونو په پوهنتونو کې د تمریناتي الوتنو لپاره په چک جمهوریت کې په ۱۹۶۰ کلونو کې له جوړو شویو L-39 الوتکو څخه کار اخلي.