جنرال سکاټ مېلر د کندهار دپېښې له کبله افغانانوته تسلیت ويلي
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټویټر په یوه پیغام کې د جنرال میلر له قوله لیکلي چې نوموړی وايي، دی د دې پېښې له کبله د افغانستان ټولو خلکو ته تسلیت وايي.
جنرال رازق پرون د کندهار د والي په دفتر کې په ډزو ووژل شو.
چارواکي وايي، د کندهار د والي یو ساتونکي وروسته له هغه ډزې پیل کړې چې د کندهار سیمه ایز چارواکي له یوې امنیتي غونډې وروسته د راوتو په حال کې و.
په غونډه کې جنرال میلر هم ګډون کړی و، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی.
په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور پر ټویټر په یو پیغام کې لیکلي دي چې د پاکستان لوی درستیز دا حمله غندي.
ویاند، د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه له قوله لیکلي دي چې نوموړی وايي، د افغانستان سوله د سیمې د سولې لپاره خورا مهمه ده.
د کندهار د پرونۍ حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.