فنلنډ د کډوالو د یوې مخالفې ویبپاڼې موسس په ۲۲ میاشتو حبس محکوم کړ
د پلازمېنې هلسنکي محکمې پرون د اکتوبر په ۱۸مه وویل ایلیا یانیڅکین په خپله ویبپاڼه کې د فنلنډۍ تحقیقاتي ژورنالیستې جیسکا ارو په اړه توهینوونکي مطالب خپاره کړي دي.
مېرمن ارو ته، چې د فنلنډ د ملي خپرونو راپورټره ده، هغه مهال د دې کسانو د کرکې ویناوې او حتی د مرګ ګواښونه پیل شول چې دې د روسیې د تبلیغاتي هڅو په اړه یو راپور برابر کړ.
په دې قضیه کې دوو نورو شاملو کسانو یوهان بکمن ته چې په فنلنډي رسنیو کې له پخوا راهیسې د مسکو په پلوي مشهور دی او همداراز د ویبپاڼې یوې ښځينه کارکوونکې ته د تعلیقي حبس حکمونه ورکړل شول.
د محکمې د حکم له مخې مجرمان همداراز باید ۱۳۶ زره یورو نقدي جریمه هم ورکړي.