په جاپان کې د تودوخې درجې زیاتوالې ۶۵تنه مړه کړي
پرون د پلازمينې توکیو شا او خوا سیمو کې د تودوخې درجه ۴۱.۱ سانتي ګراد ته رسېدلې وه.
که څه هم د سې شنبې په ورځ هوا لږ نورمال شوې خو اټکل شوی چې په پلازمېنه توکيو او نېږدې کوماګایا ښار کې به د تودوخې درجه بيرته تر پنځه دېرش سانتي ګراد لوړه شي.
دا لومړی ځل دی چې له ۱۸۹۶مېلادي کال راهيسي په جاپان کې د تودوخې درجه دومره زیاته شوې ده.