د فاریاب لسګونو اوسېدونکو د قیصاري د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه
دغو کسانو نن وویل چې د قیصاري د ناوړه چلند او بې قانونیو اسناد او شواهد په لاس کې لري.
د نظام الدین قیصاري د محاکمې غوښتونکو کسانو له ډلې دوو تنو نجیب الله او حاجي محمدګل وویل:
نجیب الله:
"نظام الدین قیصاري دوه زره جنایي دوسیې لري، د خلکو زامن یې په ناحقه وژلي، دیارلس کسان یې وژلي، ناموسي قضیې لري د خلکو ښځې یې تښتولي دي."
حاجي محمدګل:
"نظام الدین قیصاري د دولت په لاس کې دی، زموږ نفر یې شهیدان کړي، زموږ د خلکو موټرسیکلان او پيسې یې اخیستي، زموږ مشران خلک یې وهلي، بندیان کړي او بې عزته کړي یې دي."
نظام الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال یو سیمه ییز قوماندان او د فاریاب د قیصار سرپرست امنیه قوماندان و چې څه موده مخکې افغان پوځیانو ونیوه او کابل ته یې انتقال کړ.
د قیصاري سلګونه پلویانو بیا د هغه د خوشې کېدو لپاره مظاهرې وکړې او په اکثرو شمالي ولایتونو کې یې دولتي ادارې په اعتراض کې وتړلې.