د کونړ په نورګل کې پر ۵۶۰ بېځایه شویو کورنیو مرستې ووېشل شوې
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په نورګل کې ازادې راډیو ته وویل، نېږدې درې اوونۍ وړاندې د نورګل ولسوالۍ اړوند مزار دره کې د دولت وسله والو مخالفینو خلاف افغان ځمکنیو او نړیوالو هوايي ځواکونو ګډ عملیات وکړل چې له امله يې سلګونو خلکو خپل کورونه پرېښودل.
والي وړاندې وویل دغو بې ځایه شویو ۵۶۰ کورونیو ته یې د لوبیا، وریژو او د ترپالونو په وېش پیل وکړ.
د جنګ له وېرې بې کوره شوي خلک وايي، دوی په مرستو خوښ دي، خو له جنګه په تنګ شوي نو له حکومت او نړیوالو غواړي چې باید په هېواد کې د تل پاتې سولې راتلو لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي.
دوی وایي چې ډېری بېځایه شوي اوس هم خپل کورکلي ته د وسله والو مخالفینو د ګواښونو له امله نشي تللی.