نن په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان په هکله غونډه کېږی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته تللی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه د دوشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل په دې غونډه کې به د پاسنیو څلورو هېوادونو ترمنځ د عمل پلان بشپړ او د تطبیق په لارو چارو بحث وشي.
ښاغلي قادر شاه وویل:
"عمومي محتوا یې دا ده چې د دغه عمل پلان په ترڅ کې د یادو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې او څلور اړخیزې اړیکې تأمین شي. د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې ګډ کار وکړي او د افغانستان د سولې د بهیر د پیاوړي کولو لپاره کار وکړي."
د ښاغلي قادر شاه په خبره افغان حکومت هیله لري چې له دې غونډې څخه د سولې د بهیر د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ښې نتیجې ترلاسه کړي.