مسلم لیګ نواز ګوند: نواز شریف باید ژر تر ژره روغتون ته انتقال شي
د مسلم لیګ نواز ګوند ویاند پرویز رشید وروسته له هغه دا غوښتنه وکړه چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې یوه ډله ډاکترانو شریف معاینه کړ.
رشید اسوشیټېډ پرس ته ویلي چې پخوانی صدراعظم نواز شریف حق لري څو درملنهیې وشي او دا حق ورکړل شي چې د خپلې خوښې وړ ډاکتر لهخوا تر درملنې لاندې ونیول شي.
نواز شریف د زړه ناروغي لري او تر دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د زړه لوی عملیات کړی و.
اخوا د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په مؤقت صدراعظم ناصر المُلک غږ کړی چې د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف د صحت په اړه اندېشنه لري او حکومت باید د هغه د درملنې بندوبست وکړي.
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف، لور یې مریم نواز او د مریم خاوند محمد صفدر د احتساب محکمې لهخوا په بهر کې د نا ثبت شویو جایدادونو په تور محاکمه او د جولای په ۱۳مه بندیان شوي دي.
شریف او کورنۍ یې په وار وار دا تورونه رد کړي دي.