د ننګرهار چارواکي: د بېلابېلو جرمونو په تړاو ١٦٧ کسان نيول شوي
ولايتي اداره وايي، دغه شمېر کسان چې په هغوى کې د داعش ډلې په لسګونه غړي هم شامل دي، په تېرو دوو مياشتو کې نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي نن رسنيو ته وويل:
"٧١ داعشيان، ٥٦ جنګي طالبان، ١٩ انسان تښتوونکي، ٢١ تنه د فساد او نورو قضيو په تور نيول شوي دي. په نيول شویو کسانو کې چې ټولو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى، د داعش او طالبانو هغه وسلهوال هم شامل دي چې د ځانمرګو بريدونو، بمي چاودنو، وژنو او نورو ترورېستي بريدونو لپاره چمتو کړاى شوي وو."
د والي وياند وايي، په تېرو دوو مياشتو کې د ځانمرګو بريدونو ٤ واسکټونه، يو موټربم او يو موټرسايکل بم هم تخريب کړاى شوي دي.