زابل: د مخالفینو هغه برید شنډ شو چې غوښتل یې «اټغر» سقوط کړي
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل، ګڼ شمېر وسله والو مخالفینو د ده په خبره د پاکستاني پوځیانو او استخباراتي کسانو په مرسته غوښتل اټغر ولسوالۍ سقوط کړي چې د افغان پوځیانو له مقاومت سره مخ شول.
نوموړی وايي:
"د دوی ۲۸ کسان په دې برید کې ووژل شول چې په کې پاکستاني پوځیان هم شامل دي. همدارنګه د دوی ۲۳ کسان ټپیان شوي هم دي. خو بدبختانه په تېرې شپې جګړه کې په اټغر ولسوالۍ کې زموږ څلور کسان شهیدان شول او اووه کسان مو ټپیان شول."
د ګل اسلام سیال په خبره پر اټغر ولسوالۍ سربېره افغان پوځیانو په ارغنداب ولسوالۍ کې له طالبانو سره جنګ کړی چې ۱۲ کسان یې ور وژلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.