اتن ته نېږدې د اورلګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ٢٤ کسان مړه شوي
دا پهدغه هېواد کې تر يوې لسيزې زياته موده کې د اورلګېدنې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
د اتن په لوېديځ او ختيځ کې دغه اور پهداسې حال کې ولګېد چې د ګرمۍ درجه ۴۰ سانتي ګرادو ته لوړه شوې وه او تُند بادونه چلېدل.
راپورونه وايي، په اورلګېدنه کې تر ١٠٠ زيات کسان ټپيان شوي چې د ځينو وضعيت نازک دى او چارواکو ويلي چې د مړو شمېر ښايي زيات شي.
د يونان صدراعظم الکسيس څيپراس بوزنيا-هرزګوينا ته خپل سفر لنډ کړ او خپل هېواد ته ستون شو.