مسلم لیګ نواز ګوند : نوازشریف باید ژر تر ژره روغتون ته انتقال شي
د مسلم لیګ نواز ګوند ویاند پرویز رشید وروسته له هغه دا غوښتنه وکړه چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې یوه ډله ډاکترانو شریف معاینه کړ.
رشید اسوشیټیډ پریس ته ویلي چې پخوانی صدراعظم نوازشریف حق لري څو درملنه یې وشي او دا حق ورکړل شي چې د خپلې خوښې وړ ډاکتر له خوا تر درملنې لاندې ونیول شي.
نوازشریف د زړه ناروغي لري او تر دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د زړه لوی عملیات کړي و.
اخوا د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په موقت صدراعظم ناصرالمُلک غږ کړی چې د پاکستان د پخواني صدراعظم نوزاشریف د صحت په اړه اندېشنه لري او حکومت باید هغه د درملنې بندوبست وکړي.
د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف، لور یې مریم نواز او د مریم خاوند محمدصفدر د احتساب محکمې له خوا په بهر کې د ناثبت شویو جایدادونو په تور محاکمه او د جولای په دیارلسمه بندیان شوي دي.
شریف او کورنۍ یې په وار وار دا تورونه رد کړي دي.