امریکايي چارواکو د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له استازیو سره خبرې کړي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دا لیده کاته د جمعې له ورځې پيل شوي و.
امریکايي چارواکو د قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان له استازیو سره د C5+1 هېوادونو په چوکاټ کې لیدلي دي.
دا هېوادونه د همدې ګروپ له لارې په اقتصادي چارو، چاپیریال ساتنې او امنیتي مسایلو کې له یو بل سره همکاري کوي.