د ارزګان چارواکي: ګېزاب ولسوالۍ کې ۲ پولیس او ۴ طالبان وژل شوي
د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان اغا لالي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه څو ساعته نښته کې دوه پولیس وژل شوي، څلور ټپیان دي.
همداراز څلور طالبان مړه او یو شمېر نور يې ټپیان شوي چې د وژل شویو طالبانو مړي اوس هم له دوی سره پاتې دي.
قوماندان اغا لالي د ولسوالۍ د وضعیت په اړه اندېښنه لري او وايي چې د وسلو او مهماتو له سخت کمي سره مخ دي او که په دې برخه کې مرسته ورسره ونهشي، نو ډېری سیمې بهيې له لاسه ووځي.
باید وویل شي چې وړمه شپه هم وسلهوالو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې پر کمربندي پوستو طالبانو ورته بریدونه کړي وو چې پر مهاليې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.